فرهاد: په هرات کې د کیمیاوي موادو یوه زخیره نیول شوې

د هرات چارواکي د داسې کیمیاوي موادو د یوې زخیرې د نیولو خبر ورکوي چې د مخدره موادو په تولید کې کار ورڅخه اخیستل کېږي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د کیمیاوي موادو موندل شوې زېرمه، لږترلږه پنځه لس میلیونه امریکايي ډالر ارزښت لري.

جېلاني فرهاد وویل:

"په هرات کې د مخدره موادو پرضد د مبارزې پولیسو د تېزاب په نوم کیمیاوي مواد چې د مخدره موادو په تولید کې کار ورڅخه اخیستل کېږي، ونیول، دا مواد د اسلام قلعې پر پولې هرات ته راوړل شوي و"

د هرات د والي ویاند زیاته کړه چې د کیمیاوي موادو له زېرمې سره پولیسو یو ایرانی وګړی او د هغه دوه افغان همکاران هم نیولي دي.