د عراق په کردستان کې د ټولپوښتنې پلان تائید شو

د عراق په خودمختاره سیمه، کردستان کې پارلمان د خپلواکۍ د ټولپوښتنې پلان تائید کړ.

له عراقه د کردستان د جلا کېدو په اړه له پلان شوې ټولپوښتنې سره د عراق مرکزي حکومت او د عراق ګاونډیو هېوادونو مخالفت کړی دی.

غربي دولتونو اندېښنه څرګنده کړې چې دا ټولپوښتنه په سیمه کې د نورو جنجالونو سبب کېدلائ شي.

د کردستان د جمهور رئیس مرستیال، جعفر اېمنکي پرون جمعه د پارلمان د غونډې مشري کوله او په پای کې یې اعلان وکړ چې د پارلمان زیاتو غړو د ټولپوښتنې د پلان ملاتړ کوی او ټول پوښتنه به پرخپل وخت ترسره شي.

د کردستان د خپلواکۍ په اړه له ټولپوښتنې سره ایران او ترکیې مخالفت کړې دی.

دواړه هېوادونه اندېښنه لري چې د عراق د کردستان خپلواکي به د هغوی په اقلیت کردانو کې د بېلتون غوښتنې جذبه زیاته کړي.

د امریکا متحدو ایالاتو او نورو غربي قدرتونو هم د دې اقدام مخالفت کړی او اندېښنه یې څرګنده کړې چې د بغداد کمزوري حکومت ته به ضربه ورکړي.

د عراق پارلمان د تېرې سې شنبې په ورځ د کردستان د جلا کېدو په اړه د ټولپوښتنې له پلان سره مخالفت وکړ او صدراعظم حیدر العبادي ته یې صلاحیت ورکړ چې د عراق د اتحاد پر ضد د هر اقدام مخنیوی وکړي او د کردانو له مشرانو سره خبرې وکړي.

خو د عراقي کردانو یوه مشر مسعود برزاني ویلي چې ټولپوښتنه ضروري ده ځکه د هغه په وینا، د عراق د کردانو د حقونو د خوندي کولو نورې ټولې هڅې ناکامې شوې دي.

د عراق کردستان سیمه په ۲۰۰۵میلادي کال کې خودمختاره شوه.