د جوزجان په اقچې کې د «نوید۵» په نوم پوځي عملیات پیل شول

د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د نوید پنځه په نوم پوځي عملیات نن پیل شول.

د ازادي راډیو خبریال د سیمه ییزو چارواکو په حواله وايي چې د ملي اردو له خوا د دې عملیاتو هدف په اقچې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو ځپل دي.

اقچه د جوزجان ولایت له ناامنه ولسوالیو څخه ده.

وسله والو مخالفینو په تېرو دوو میاشتو کې له دې سیمې څخه پر دولتي ځواکونو ګڼ شمېر حملې وکړې.