پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې سرحده ډاکټرانو فعالیت بند کړي

د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه وايي، د پاکستان حکومت غوښتنه ترې کړې چې ډیورنډ کرښې ته څیرمه په قبایلي سیمو کې خپل فعالیت بند کړي.

دې ټولنې پرون په یوه بیان کې وویل چې په کرمه ایجنسۍ کې د بې سرحده ډاکټرانو د ټولنې څوارلس کلن فعالیت د اسلام اباد له دې اعلان وروسته پای ته رسېږي.

دا په تېرو څو کلونو کې د پاکستان پر پوځ او شیعه ملکي وګړو د حملو ډګر و.

بې سرحده ډاکټرانو له دوو دولتي روغتونونو سره په ګډه د دې سیمې خلکو ته روغتیايي خدمات برابرول.

د پاکستان رسمي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.