په کابل کې یوه فنلنډۍ مېرمن د انسان تښتونکو له منګولو خلاصه شوه

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې یې د یوې تښتول شوې فنلنډۍ ښځې د خوشې کولو لپاره هیڅ پیسې نه دي ورکړي.

د بهرنیو چارو وزیر تیمو سویني په واشنګتن کې د یوه ویډیويي کنفرانس له لارې خبریالانو ته ویلي چې هېواد یې هېڅکله انسان تښتونکو ته پيسې نه دي ورکړي او نه به یې ورکړي ځکه دا کار به انسان تښتونه نوره هم زیاته کړي.

له دې مخکې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې وه چې پرون د دغه هېواد یوه تبعه له ۱۱۸ ورځې بند وروسته د انسان تښتونکو له منګولو خلاصه شوه.

دا فنلنډۍ مېرمن په کابل کې تښتول شوې وه.

دې مېرمنې له یوې سویډنۍ خیریه موسسې سره کار کاوه او انسان تښتونکو هغه وخت چې دا تښتوله د هغې یو جرمنی همکار او یو افغان ساتونکی وژلي هم و.