د افغان ادیب استاد سعدالدین شپون جنازه نن کابل ته ورسېده

د افغانستان د نامتو ادیب استاد سعدالدین شپون جنازه نن کابل ته ورسېده.

استاد شپون د تېرې یکشنبې په ورځ د سپټمبر په لسمه د امریکا په ویرجینیا ایالت کې ساه ورکړه او د هغه د وصیت له مخې به لغمان کې خاورو ته سپارل کېږي.

په کابل کې د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر ته نن سهار ګڼ شمېر دولتي چارواکي او د استاد شپون مینه وال د هغه د جنازې د وروستي لیدنې لپاره ورغلي و.

جنازه له کابله لغمان ته یوړل شوه او یو شمېر خلک هم ورسره ورغلل.

استاد شپون نامتو ادیب او ناول لیکونکی دی او لسګونه کتابونه یې لیکلي دي.

هغه ۸۴ کاله عمر درلود چې بلآخره یې ساه پرې کړه