مشرانو جرګه: حکومت دې له اروپا د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو مخه ونیسي

د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي له حکومته غواړي چې له اروپايي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو مخه ونیسي.

د مشرانو جرګې نایب منشي فیصل سمیع وايي، افغان پناه غوښتونکي په ډېرو بدو شرایطو کې د کور کالیو په پلورلو سره اروپا ته تللي او اوس یې باید د ایستلو مخه ونیول شي.

ښاغلي سمیع د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت نه وغوښتل چې دغه موضوع په جدي توګه له اروپايي هېوادونو سره مطرح او ملګري ملتونه هم باید پر دغو هېوادونو فشار راوړي.

د نوموړي په خبره له اروپا څخه د افغان پناه غوښتونکو د ایستنې مخنیوی ځکه مهم دی چې له یوې خوا په هېواد کې امنیت ښه نه‎دی او له بل پلوه حکومت د دوی د رسیدنې لپاره هېڅ امکانات نه‎لري.

سمیع زیاته کړه:

"یوازینۍ حل لاره دا ده چې افغان حکومت له اروپايي هېوادونو سره اړیکه ونیسي او د ملګرو ملتونو له طریقه پر اروپايي هېوادونو فشار راوړل شي چې افغان حکومت په اوسنیو شرایطو کې د یوه افغان د منلو توان هم نه‎لري، هرکله چې د افغانستان وضعیت ښه شو افغانان به له اروپايي هېوادونو راووځي."

دا په داسې حال کې ده چې له درې میاشتني ځنډ وروسته جرمني د چهارشنبې په ورځ اته افغان پناه غوښتونکې له خپل هېواده وایستل.

جرمني د روان کال د مې د میاشتې په ۳۱مه نېټه په کابل کې خپل سفارت ته څېرمه په زمبق څلور لارې کې له مرګوني برید وروسته له خپل هېواده د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ بنده کړه.

له دې وړاندې جرمني د تېرمیلادي کال د ډسمبر له میاشتې په پنځو پړاوونو کې له خپل هېواده افغان پناه غوښتونکي وایستل.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له ۲۵۰ زرو څخه زیاتو افغانانو اروپايي هېوادونو ته غوښتنلیکونه سپارلي چې په ۲۰۱۶ کال کې دغه شمېر ۶۰ زرو او په ۲۰۱۷ کال کې ۱۲ زرو تنو ته رسېدلی دی.

له دې وړاندې اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې یو شمېر افغان پناه غوښتونکې بېرته خپل هېواد ته استوي او په دې برخه کې یې له افغان حکومت سره هوکړه هم کړې ده.

اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د تګ اصلي لاملونه بې وزلي، بې کاري او نا امني بلل کېږي.

دې پناه غوښتونکو په کراتو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې اروپا ته د رسیدنې لپاره یې هرڅه پلورلي او په ډېرو بدو شرایطو کې یې ځانونو خپل مقصد ځای ته رسولي دي.

دغه شان افغان پناه غوښتونکو له حکومته تل دا غوښتنه کړې چې له اروپايي هېوادونو څخه د دوی د اېستلو مخه ونیسي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرأت وايي، افغان حکومت دا منلې چې هغه افغان پناه غوښتونکې کوم چې غوښتنه یې رد کېږي بېرته راستانه شي.

دی وايي:

"په هغه اعلامیه کې چې موږ لاسلیک کړې دا واضح شوې چې د هر هغه افغان پناه غوښتنه چې رد شي او باید ایستل کېږي د هوکړې سره سم یې موږ هرکلی کوو."

نوموړی وايي، تر دې دمه ۳۰۰ افغان پناه غوښتونکي له اروپايي هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

سیاسي کارپوه قدرت الله ځواک وايي، که افغانان په زور له اروپايي هېوادونو ایستل کېږي او په هېواد کې هم ورته د کار زمینه نه برابرېږي، ښايي دوی یا له وسله‎والو مخالفینو سره یوځای شي او یا مخدرو توکو ته مخه کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس