ډونالډ ټرمپ نن پنجشنبه د فلوریدا ایالت ناپلیس ښار ته ځي

تمه ده د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ‌‌ډونالډ ټرمپ نن پنجشنبه د فلوریدا ایالت ناپلیس ښار ته ولاړ شي.

د ولسمشر ټرمپ دغه سفر داسې مهال کېږي چې په امریکا او کارائیب ټاپو ګانو کې د ایرما توپان د قربانیانو شمېر ۷۰ ته رسیدلی دی.

امریکایي چارواکو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د فلوریدا ایالت د یوه روغتون شپږ تنه ناروغان په هالیود ښار کې د ایرما توپان پر مهال د بریښنا د نشتوالي له کبله ووژل شول.

له دې شمېرې سره د توپان د قربانیانو شمېر په فلوریډا کې ۲۷ تنو او په کارائیب ټاپوګانو کې ۴۳ تنو ته ورسېد.

اټکل کېږي چې څلور اعشاریه درې میلیونه کورونه او دفترونه چې ۹ میلیونه وګړي په‎کې اوسېدل یا یې کار کاوه، له بریښنا بې برخې شوي دي.

ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې د هاروې توپان وروسته د تګزاس او لویزیانا ایالتونو ته تللی وو.