ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه پکتیا ته ځي

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د پکتیا ولایت ته سفر وکړي او د هغه ولایت له چارواکو سره وګوري.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې ازادي راډیو ته تائید کړه چې ښاغلی غني نن پکتیا ته ځي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې د پکتیا ولایت اوسیدونکي د زورواکو له‎خوا د ځمکو د غصب په اړه شکایت لري او حکومت تورنوي چې په دې برخه کې یې له خلکو سره همکاري نه‎ده کړې.