جرمني افغانستان ته د رد شوو شوو افغان پناه غوښتونکو ستنېدل پیل کړي

د جرمني حکومت د هغو افغانانو دبېرته ستنولو لړۍ بیا پېل کړه چې د پناه غوښتنې عریضې یې رد شوې دي.

د جرمني خبري اژانس «dpa» د مهاجرینو د مشورې د یوې ادارې په حواله ویلي چې ۱۲ تنه افغانان چې د پناه غوښتنې عریضې یې رد شوې وې، پرون سې شنبههوايي ډګر ته ولېږدول شوو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

د جرمني پولیسوویلي چې په «دوسلدروف» ښار کې د بشري حقونو لسګونه فعالان پرون سې شنبه د ښار په هوايي ډګر کې را غونډ شوي وو او د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو پر ضد یې شعارونه وکړل.

د مې میاشتې په ۳۱ مه په کابل کې د جرمني سفارت ته نېږدې حمله وشوه چې سلګونه خلکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. د جرمني حکومت ترهغه وروسته کابل ته، د پناه غوښتونکو د ستنولو بهیر بند کړی و.