د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا بندیزیونو ته رأیه ورکړې

د ملګروملتونو امنیت شورا پرون دوشنبه د شمالي کوریا د شپږمې اټمي ازموینې په ځواب کې د دې هېواد پرضد، نورو سختو بندیزونو ته رأیې ورکړې.

د دې نویو اقداماتو له مخې، د شمالي کوریا پر نساجي تولیداتو بندیز لګول کېږي او همداراز د دې هېواد د اومه تېلو صادرات محدودېږي.

له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې، دا نهم ځل دی چې پر شمالي کوریا د دې هېواد د بالسټیک توغندیو او اټمي پروګرامونو له کبله، بندیزونه لګول کېږي.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې وویل چې د دې بندیزونو په نتیجه کې به، د شمالي کوریا د حکومت په کلنیو عوایدو کې ۸ سوه میلیونه ډالر کموالی راشي.

نیکې هیلې وویل:

"موږ هڅه کوو چې رژیم اړ کړو چې سمه لاره ونیسي، موږ اوس غواړو چې د هغو امکاناتو مخه یې ونیسو چې بدو کارونو ته دوام ورنشي کړای."

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې دغه راز وویل چې له هغو پیاوړو اړیکو پرته به چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ رامنځ ته شوي، د دغه پرېکړه لیک تصویب ممکن نه و.