رعد الحسین: میانمار دې راخین کې بې رحمانه پوځي عملیات ختم کړي

د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو عالي کمیشنر وایي، په میانمار یا پخوانۍ برما کې د اقلیت روهینګیا مسلمانانو په وړاندې امنیتي عملیات، د قومي تصفیې کلاسیکه بڼه لري.

زید رعد الحسین د دوشنبې په ورځ په جینوا کې د بشري حقونو د شورا غونډې ته په وینا کې پر میانمار غږ وکړ چې په راخین ایالت کې چې اکثریت وګړي یې بودایان دي، بې رحمانه پوځي عملیات پای ته ورسوي.

حسین څو راپورونو او د سټلایټ له لارې اخېستل شويو تصویرونو ته په اشاره وویل چې امنیتي ځواکونه او سیمه ییزه ملېشه، د روهینګیا کلي سوځوي، پر ملکي وګړو د تېښتې په حال کې د ډزو په ګډون، په منظم ډول غیرقانوني وژنې تر سره کوي.

له هغې را وروسته چې د اګست په ۲۵ مه په راخین ایالت کې شخړې پیل شوي، شااوخوا درې لکه روهینګیا مسلمانان بنګله دېش ته تښتېدلي دي.

مرستیدویه ادارې وایي چې دغه کډوال په بد حالت کې ژوند کوي او په عاجله توګه خوراکي موادو، سرپناه او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.