صنعتکاران: په هرات کې د لمریزې برېښنا یوه پروژه پرانېستل کېږي

Iraq – alternative source of energy, Kirkuk, 12Feb2014

د هرات صنعتي پارک ته د پانګونې د جلبولو او کورنیو تولیداتو د ودې په هدف، سبا چهار شنبه په دغه ولایت کې د لمریزې برېښنا یوه پروژه پرانېستل کېږي.

د هرات د صعنت کارانو د ټولنې مشر حمیدالله خادم نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د دوه میګاواټه لمریزې برېښنا دغه پروژه، د جاپان په مالي همکارۍ د څه باندې ۵ مېلیونو افغانیو په ارزښت پلې کېږي.

ښاغلی خادم وایي، په دې سره به د هرات په صنعتي پارک کې د برېښنا ستونزه را کمه او فابریکه لرونکي به د کورنیو تولیداتو په خاطر، ارزانې برېښنا ته لاسرسۍ ومومي.