د غزني امنیتي چارواکي وايي چې په قره باغ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې، د سېلاب په نوم د یوه قوماندان په ګډون ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دا عملیات افغان ګډو ځواکونو تېره شپه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په شیراوبو کلا سیمه کې تر سره کړي دي.
نوموړی وايي چې په دې عملیاتو کې افغان سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.