افغانستان: هند دې د چاه بهار بندر د پراختیا چارې چټکې کړي

د افغانستان حکومت له هنده وغوښتل چې د ایران د چاه بهار بندر د پراختیا چارې چټکې کړي.

دا غوښتنه پرون دوشنبه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره په کتنه کې وکړه.

د چاه بهار بندر له یوې خوا د پاکستان پر کراچۍ بندر د افغانستان اتکا پای ته رسوي او له بلې خوا هند ته موقع ورکوي چې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د پاکستان له اړتیا پرته سوداګري راکړه ورکړه وکړي.

پاکستان د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته د هندي تجارتي مالونو له صادرېدو سره مخالفت کوي.

د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د راپور پر اساس تېر کال هند د چاه بهار بندر د پراختیا او له دې بندره تر افغانستان پورې د رېلارې د جوړېدو لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو ژمنه وکړه.