ځایي چارواکي: نامعلومو وسله والو بلوچستان کې ۴ شیعه مذهبې وژلي

د پاکستان پوليس وايي، موټرسايکل سپرو وسله والو تېره شپه په بلوچستان ايالت کې د شيعه ګانو پر يوه کورنۍ ډزې کړي او څلور کسان يې وژلي دي.

په وژل شويو کې يو ماشوم هم شامل دى.

د پوليسو وياند تنوير شاه نن دوشنبه وويل، پر دې کورنۍ دغه حمله د کوټې په شمال کې کچلاغ ضلعې ته څېرمه شوې ده.

د پوليسو وياند وايي چې دغه اته کسيزه کورنۍ له افغانستان څخه کوټې ته روانه وه چې پر موټر يې حمله وشوه.

تر اوسه د وژل شويو هويت دقيقاً نه دى معلوم او کومې ډلې د حملې مسؤليت هم نه دى منلى.

د پوليسو د وياند په خبره، په دې حمله کې دوه نور کسان ټپيان شوي دي.