دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٢١ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د دغه وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي چې دغه وسله وال د ١٣ تصفيوي او ٢٣ خاصو عملياتو په نتيجه کې په ١٢ ولايتونو کې وژل شوي دي.

په دې موده کې د لسګونو نورو وسله والو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.