مسؤلین: له کندهاره هره ورځ سلګونه ټنه تازه مېوه بهر ته صادرېږي

مسؤلین وایي، له کندهاره هره ورځ سلګونه ټنه مېوه د یخچالي موتړو په وسیله بهرته صادرېږي.

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال فضل الحق مشکاڼي نن دوشنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دغه مېوه کې انګور او مڼې له افغان مارکېټونو کراچۍ، لاهور او د هند تر پولې انتقالېږي.

ښاغلی مشکاڼی وايي، مخکې تازه مېوه په لویو موتړونو کې د صادرېدو پرمهال خرابېده چې دغې مسئلې بڼوال له زیاتو ستونزو سره مخ کړي وو، خو د ده په خبره، اوس دغه ستونزه تر ډېره هواره شوې ده.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې له کندهاره زرګونه ټنه تازه مېوه د یخچالي موتړونو له لارې بهر ته صادره شوې ده