نوي ډیلي کې نن دوشنبه د ستراتیژیک شراکت د شورا غونډه جوړېږي

ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه په نوي ډیلي کې د هند او افغانستان د ستراتیژیک شراکت د شورا غونډه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دې غونډه کې د ګډون لپاره په هند کې دی او له خپلې هندۍ سیالې سوشما سواراج سره به په ګډه د دې غونډې مشري وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د همکاریو څو سندونه هم لاسلیک کېږي.

هند او افغانستان په ۲۰۱۱میلادي کال کې د ستراتیژیک مشارکت موافقه لاسلیک کړه.