امریکا ته د شمالي کوریا خبرداری

شمالي کوریا خبرداری ورکړی دی چې که واشنګټن وتوانېد چې پر دې هېواد د نورو سختو بندیزونو لپاره ملګري ملتونه راضي کړي، نو امریکا به زیات درد وویني.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، دا هېواد چمتو او لېواله دی چې د امریکا پر ضد هر ډول ګام پورته کړي.

پیونک یونک ویلي، د دوی اقدامات به امریکا ته دومره درد ورکړي چې په خپل ټول تاریخ کې نه وي لیدلی.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن پر شمالي کوریا د نورو او سختو بندیزونو په اړه د امریکا په وړاندیز رای ورکړي.