عبدالله عبدالله د لرغونپوهې نانسي دوپرې پر مړينې خواشيني څرګنده کړه

د افغانستان د حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن یکشنبه د پېژندل شوې لرغونپوهې نانسي اېچ دوپرې پر مړينې خواشيني څرګنده کړه.

په کابل پوهنتون کې د "افغانستان د معلوماتو منبع مرکز" خبر ورکړ چې نانسي دوپرې نن یکشنبه سهار په درې نیمو بجو د کابل په امیري روغتون کې ساه ورکړه.

لرغونپوهه نانسي اېچ دوپرې

په کابل کې د امريکا د سفارت په اعلاميه کې،ځانګړي شارژدافيير هوګو لارينس خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې نانسي دوپرې له ۱۹۶۲ میلادي کاله د افغانستان د تاريخي او فرهنګي اثارو د خونديتوب لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې کړې دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست نن یکشنبه له ازادي راډيو سره په مرکه کې د هغې مړينه د افغانستان لپاره لويه ضايعه وګڼله.

نانسي دوپري ته د هغو خدمتونو له امله چې افغانستان ته یې کړي، د افغانستان د تابعیت حق ورکړ شوی و.

هغه په ۱۹۲۲ میلادي کال کې د هند په کېرالا ایالت کې،زېږېدلې وه، مور او پلار امریکایان وو.

هغې د امریکا په معتبر پوهنتون، کولمبیا کې د چینایي ژبې زده کړه کړې وه او تقریباً پنځه لسیزي ېې د افغانستان د کلتوري او فرهنګي میراثونو د خوندي کولو لپاره کار وکړ.

نانسي دوپرې له خپل لومړي میړه سره چې ډپلومات و او په افغانستان کې ېې ماموریت درلود، کابل ته ولاړه او له افغانستان سره يې اشنايي پېل شوه.

هغه ښايي نه پوهېده چې تر مرګه به په همدې هېواد کې پاتې شي.

ګاردین ورځپاڼه لیکي، نانسي دوپرې افغانستان ته تر رسېدو وروسته، د امریکا د سفارت له تشریفاتي ژونده ستړې شوه او خپل ځان ته يې نوی کور انتخاب کړ.

هغې په کابل کې له تاریخ او لرغون پېژندونکي لویي دوپرې سره تر اشنايۍ وروسته، پرېکړه وکړه چې له خپل ډپلومات خاوند څخه بېله شي او افغانستان یې خپل کور انتخاب کړ.

پر افغانستان د شوروي یرغل سره د هغوی ژوند هم بدل شو، د هغه وخت حکومت لويي دوپرې د لنډ وخت لپاره زنداني کړ او وروسته یې دواړه له افغانستانه وشړل.

خو نانسي او لويي دوپرې ډېر لرې نه وو تللي، هغوی په پېښور کې کار پېل کړ.

د نانسي او لویي دوپرې یو لوي کار د هغو کتابونو ، لیکنو او اسنادو را غونډول وو چې د جګړې په کلونو کې یو شمېر خلکو له دولتي مطبعې، کتابتونو او ارشیفونو را اېستلي وو، د اور بلولو لپاره يې کارول، دکانداارنو پاکټونه ور څخه جوړول یا یې پر سړکونو خرڅول.

د نانسي دوپرې او لويي دوپرې د مینې له خبرو او غوغا سره ملګرې کیسه په ۱۹۸۹ میلادي کال کې چې لويي په پېښور کې مړ شو، نیمګړې شوه .

خو نانسي دوپرې خپل کار ته دوام ورکړ او د ګارډین په لیکنه،د راغونډو کړو اسنادو له ۳۰۰ بوریو سره کابل ته ستنه شوه.

هغې د ماليې له وزارته پېسې او د کابل له پوهنتونه ځمکه واخیسته، راټول کړی اثار يې په انټرنټ کې ثبت او ذخیره کړل او د لويي دوپرې له هیلې سره سم یې، د "افغانستان د معلوماتو منبع مرکز" تاسیس کړ.

نانسي دوپرې د ژوند تر وروستیو شېبو په کابل پوهنتون کې د دې مرکز مشري کوله.

نانسي دوپرې په وروستيو کلونو کې له ګارډین سره په مرکه کې ویلي وو:

"کابل غمجن دی، دا هغه زما پخوانی کابل نه دی، زه اوس غواړم هغه کارونه چې لويي غوښتل تر سره یې کړي، ختم کړم او هغه لوی کارونه دي."