د کرکټ پر شپږیزه لیګ سیالیو ۱۱۵ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې

تمه ده چې نن د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو پنځم پړاو رسماً په کابل کې پرانېستل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عاطف مشعل نن یکشنبه ازادي راډیو ته په يوې ځانګړې مرکه کې وویل چې سږ کال به شپږیزه له هر اړخه خوندوره او په زړه پورې وي

ښاغلي مشعل زیاته کړه:.

"شپږیزه لیګ به د افغانستان د نوم د راتلونکي او لوبغاړو لپاره يو ښه مثال وي، خدای دې وکړي چې دا شپږیزه کال تر بله لا وغوړېږي، له افغانانو نه مې هیله دا ده چې د بهرنیو لوبغاړو، روزونکو او مبصرینو ډېر درناوی او عزت وکړي."

د یادونې ده چې شپږیزه د افغانستان تر ټولو سترې سوداګریزې سیالۍ دي چې سږ پرې د بېلا بېلو کمپنیو او سوداګرو له خوا، ۱۱۵ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

په دغو سیالیو کې له ۱۰ هېوادونو شااوخوا ۳۰ بهرني لوبغاړي، روزونکي او مبصرین هم کابل ته راغلي دي.