دفاع وزارت: په تېرو۲۴ساعتونو کې۲۹ وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٢٩ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې د تېرو ٢٤ ساعتونو په موده کې دغه تعرضي او تهاجمي عمليات په ننګرهار، کونړ، نورستان، کاپيسا، پکتيا، لوګر، ارزګان، بادغيس، بلخ، فارياب او هلمند ولايتونو کې شوي دي.

اعلاميه وايي په دغو عملياتو کې ١٥ نور وسله وال ټپيان شوي هم دي.

دفاع وزارت وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په لسو ولايتونو کې ١٣ تصفيوي او ١٧ خاص کومانډويي پوځي عمليات شوي دي.