د کانونو وزارت: د کان کیندنې په برخه کې د قرادادونو نوي اصول وضع شوي

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت مسؤلین وايي، دغه وزارت د کاونونو د کېندنې په برخه کې، د لویو او وړو تړونونو لپاره نوي اصول وضع کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، په ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د تړونونو پر وړاندې د پرتو ستونزو لپاره، د حل د لارو د لټولو په هڅه کې دي.

ښاغلي مطفي زیاته کړه:

"دغه قراردادونه د یوه معین وخت لپاره نه تړل کېږي،عمده دلیل دا دی چې تر هغې پورې چې موږ یو میکانیزم جوړ نه کړو او له ټولو قراردادنو څخه څارنه ونه کړو او هغه سیمو کې چې امنیت نشته، موږ نشو کولای چې هلته قراردادونه ولرو."

د ننګرهار د شوکاڼو د ټولنې رئیس حاجی محمد ولي ازادي راډیو ته وویل، که چېرې د کانونو وزارت ورسره تړونونه نوي نه کړي، زرګونه کسان به اوزګار شي او شرکت لرونکو ته به هم په ميليونونه ډالره تاوان ورسېږي.

خو د کانونو او پطرولیم وزارت وايي چې دغه موضوع ډېر ژر د اقتصاد د عالي شورا کمېسیون ته وړاندې کوي او په دې اړه به وروستۍ پرېکړه وشي.

په ننګرهار کې د شوکاڼو ډبرو د کيندلو ۳۸ شرکتونه او دغه شان، د پروسس ۲۴ فابريکې موجودې دي.