ټیلګراف: روسیې یا ایران ممکن له شمالي کوریا سره مرسته کړې وي

د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼه وايي، بریتانیايي چارواکي اندېښنه لري چې روسیې یا ایران به ممکن له شمالي کوریا سره مرسته کړې وي چې د اټمي وسلې په جوړولو کې ناببره پرمختګ وکړي.

ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې لیکلي، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څېړنې کوي چې ایا اوسنیو او پخوانیو اټمي هېوادونو له شمالي کوریا سره د اټمي وسلو او اټوم لېږدونکو توغندو په جوړولو کې مرسته کړې او که نه ده.

د ورځپاڼې پر اساس پر ایران تر ټولو زیات شک کېږي خو روسیه هم له شکه وتلې نه ده.

ورځپاڼې ته د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو چې نومونه یې نه دي څرګند شوي، ویلي «په دې باور نه شي کېدای چې د شمالي کوریا ساینسپوهانو دې په یوازې توګه اټمي وسلې جوړې کړي وي.»