د جوزجان په درزاب کې جګړو چارواکي او عام خلک اندېښمن کړي

د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او دولت ضد وسله والو او له بل لوري د طالبانو او داعش ترمنځ د شدیدو جګړو شاهده ده.

د درز اب سرپرست ولسوال باز محمد داوري پرون ازادي راډیو ته وویل وسله وال د ولسوالۍ په زیاتو برخو کې فعالیت لري او امنیتي ځواکونه یوازې په امنیه قومندانۍ او ولایت کې کلابند دي.

په همدې حال کې د درز اب ولایتي شورا او اوسېدونکي وايي، د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړو او نا امنیو له امله دوی په خپلو کورونو کې بند پاتي دي او د دارو درملو او خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخ دي.

دوی وايي، نه یوازې دا چې داعشیان او طالبان عام خلک برمته کوي او ځوروي بلکې یو شمېر محلي پولیس هم ورسره بد چلند کوي.