ترکي وګړو ته د دې هېواد د حکومت خبرداری!

ترکيې خپلو هغو وګړو ته چې جرمني ته سفر کوي او یا په دغه هېواد کې مېشت دي خبرداری ورکړی دی.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل اوس چې په جرمني کې پارلماني انتخابات کېدونکي دي ترکان باید احتیاط وکړي چې په دغه هېواد د نژاد پالنې او پردي پالنې اړوند خطرونو سره مخ نشي.

په اعلامیه کې له ترکي اتباعو غوښتنه شوې ده چې د جرمني د پارلماني انتخاباتو په درشل کې له سیاسي بحثونو او غونډو ډډه وکړي.

ترکیه وايي، د جرمني د پارلمان کاندیدانو خپلې تګلارې په ترکيې ضد مسایلو متمرکزې کړي دي چې په اروپايي ټولنه کې د انقرې د غړیتوب مخه ونیسي.

د جرمني او ترکيې ترمنځ اړیکې وروسته تر هغې بحراني شوې چې جرمني په ترکیه کې د کودتا له ناکامې هڅې وروسته د رجب طیب اردوغان د حکومت لخوا د هغه د سیاسي مخالفینو پر ضد پر ځپونکو اقداماتو سخت انتقادونه وکړل.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مرکل تېره اوونۍ وویل په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړیتوب په اړه روانې خبرې باید ودرېږي او ترکیه باید د دې ټولنې برخه نشي.