امریکا د روهنګیا مسلمانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د میانمار د هغو لسګونو زرو روهنګیا مسلمانانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه چې د تاوتریخوالي د تازه څپې په نتیحه کې بنګله دېش ته کډه شوي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر نوریت پرون وویل واشنګټن د ملګرو ملتونو هغو راپورونو اندېښمن کړی چې په کې ادعا کېږي چې په برما کې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو، بریدونو او د کلیو د سوځول کېدو د پېښو له امله ۲ سوه او اویا زره روهنګیا مسلمانان بنګله دېش ته رسېدلي دي.

نوموړې وویل امریکا د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون له خپلو شریکانو سره د هڅو همغږه کولو ته دوام ورکوي څو بنګله دېش ته له اوښتو روهنګیا مسلمانو سره مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو پرون وویل له میانمار یا پخوانۍ برما څخه بنګله دېش ته د کډه شوو روهنګیا مسلمانانو شمېر دوه لکه او نوي زرو ته رسېدلی دی.

روهنګیا مسلمانان د میانمار پوځ او د بودایانو بلواګر تورنوي چې د دوی کورونه سوځوي خو د میانمار پوځ بیا وايي چې دوی د هغو روهنګیا وسله والو پر ضد بریدونه کوي چې په دې وروستیو کې يې په راکهاین سیمه کې پر پولیسو حملې کړي دي.