پاکستان په میانمار کې پر روهنګیا مسلمانانو د تشدد په اړه اندېښنه ښودلې

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو په اسلام اباد کې د میانمار سفیر دغه وزارت ته وربللی، په دې هېواد کې یې پر روهنګیا مسلمانانو په تشدد ورته احتجاج کړی او په دې اړه یې ورته اندېښنه ښودلې ده.

د دغه وزارت سکرټرې تهمینه جنجوعه په اسلام اباد کې د میانمار له سفیره غوښتي چې د دغه هېواد په راخین صوبه کې دې پر روهنګیا مسلمانانو د تشدد د مخنیوي لپاره ژر تر ژره ااقدامات وکړي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د میانمار سفیر یوون منټ د شنبې په ورځ دغه وزارت ته ورغوښتی و.

اغلې تهمینې د میانمار له سفیر یوون منټه همداشان غوښتي:

"په میانمار کې دې د روهنګیايي مسلمانانو ژوند او مال د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وشي، حکومت دې د تشدد په وروستیو پېښو کې ککړ کسان ونیسي، د دغو پېښو تحقیقات دې وکړي او د مسئلې د اواري لپاره دې د کوفي عنان کمېسیون سپارښتنې عملي کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې په میانمار کې د روهنګیايي مسلمانانو پرضد ددغه هېواد امنیتي ځواکونو تشدد پیل کړی چې په نتیجه کې سلګونه کسان وژل شوي او لکونه نور مهاجرت ته اړ وتي.

روهنګیا مسلمانان

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې چارواکي وايي چې د اګست مياشتې له ٢٥ مې نېټې راهیسې د ميانمار د راخين صوبې د هغو روهنګيا مسلمانانو شمېر تقريباً ۳لکو ته رسېدلى چې ګاونډي هېواد بنګله دېش ته يې پناه وړې ده.

په اسلام اباد کې بهرنیو چارو وزارت پر احتجاج سربېره د پېښور او کوټې په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تېرې جمعې په ورځ د دې هېواد ځینو سیاسي او مذهبي ګوندونو په میانمار کې د روهنګیايي مسلمانانو پر ضد د تشدد د پېښو د غندنې او د دوی په ملاتړ احتجاجي مظاهرې کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

پر پاکستان سربېره په افغانستان او ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې هم د روهنګیا مسلمانانو په ملاتړ مظاهرې شوي دي.

د یادونې وړ ده چې پر پاکستان سربېره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د میانمار په راخین صوبه کې د روان تشدد له امله ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې امریکايي مشران د میانمار له حکومتي چارواکو سره په دې لړ کې په تماس کې دي.

راپور: ذبیح مومند