سیاسي مشران: افغان ولس یووالی لري، خو له احساساتو یې بده استفاده کېږي

یو شمېر افغان سیاسي مشران وايي، ولس په خپلو کې یووالی لري، خو ځیني سیاسیون یې له احساساتو ناوړه استفاده کوي.

د شهید د اوونۍ او د احمد شاه مسعود د ترور د شپاړسم تلین د لمانځنې په مناسبت غونډه کې یو شمېر افغان سیاسي مشرانو په خپلو ویناوو کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ.

دغه غونډه د شنبې په ورځ، په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه.

غونډې ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په استول شوي پیغام کې، پر ملي یووالي ټینګارشوی و.

په پیغام کې دا شان راغلي وو، هغوی چې د افغانانو تر منځ نفاق ته لمن وهي، د شهیدانو او د افغانستان د ارمانونو ضد دي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د روانو کړکېچنو حالاتو د کابو کېدو په هدف، د ملي یووالي ټینګښت تر ټولو مهم وباله.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل:

"هغه څه چې کولای شي افغانستان وژغوري، داسې ملي او اسلامي روحیه ده چې د هېواد هره برخه مو خپله وګڼو او د هرې سیمې خلک مو خپل خلک و ګڼو. "

سږ کال په کابل او نورو ولایتونو کې د شهید اوونۍ د ملي وفاق تر نامه لاندې لمانځل کېږي چې هدف یې ولس ته د یووالي او یو بل ته د متقابل درناوي پیغام رسول ښودل شوي دي.

د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي بیا په خپلو خبرو کې وویل، ولس په خپلو کې ستونزه نه لري، خو یو شمېر سیاسیونو، د قلم خاوندانو او عالمانو ولس ته ستونزې جوړې کړې دي.

ښاغلي خلیلي زیاته کړه:

"د افغانستان د خلکو تر منځ اختلاف نشته، له بده مرغه باید ووایم چې سیاسیونو په هر شکل چې یې کولای شول، حد اقل د ځان لپاره له ځینو منفي احساساتو استفاده کړې ده. "

د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په خبرو کې د ولس تر منځ د یووالي پر موضوع ټینګار وشو، ښاغلی سیاف وویل، هغوی چې ژبه او قوم د نفاق وسیله ګرځوي، ملي خیانت کوي.

جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف

ښاغلی صیاف وایي:

"د ژبې او قوم خوښېدل جرم نه دی، په دې باید ټول واضح پوه شي چې دغه مسئله طبعي ده، خو قوم او ژبه د نفاق وسیله ګرځول ګناه څه چې، ان جنایت دی."

د شهید د اوونۍ د لمانځنې پرمهال، وینا والو یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې افغان وژنه بس کړي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي وویل، که څه هم ملي اررښتونه به د سولې قرباني نه شي، خو سوله په دې معنی هم نه شي کېدای چې د جګړې یو لوری د بل لوري تسلیمي وغواړي.

راپور: محمد حدیث پردېس