م.م:د برما له راخین نه ۳۰۰زره مسلمانان بنګله دېش ته تښتېدلي

د ملګرو ملتونو سازمان نن ویلي په تېرو پنځلسو ورځو کې چې د برما یا میانمار په راخین ولایت کې تاوتریخوالی پیل شوی نېږدې ۳۰۰ زره روهینګیا مسلمانان له راخین څخه بنګله دېش ته تښتېدلې دي.

چارواکي وایي، ملګرو ملتونو په ځینو کلیو او سیمو کې چې وړاندې خیریه موسسې نه وې ورته رسېدلي، د روهینګیا نور مسلمانان هم موندلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان یوه ویاند جوزف تریپورا Joseph Tripura ویلي د اګست د ۲۵ نیټې راهیسي شااوخوا ۲۹۰ زره روهینګیا مسلمانان بنګله دېش ته رسېدلي دي.

دغه شمېره په یوه ورځ کې شل زره نوره لوړه شوه.

ډېری روهینګیا مسلمانان له برما څخه بنګله دېش ته پلي یا په کښتیو کې رسېدلي دي.

دغه کډوال ادعا کوي چې د برما امنیتي ځواکونو او بوداییانو د دوی کلي سوځولي دي.

د برما حکومت وایي، امنیتي ځواکونو د تېرې میاشتې هغو بریدونو په اړه غبرګون ښودلی چې د روهینګیا یاغیانو لخوا د پولیسو پر امنیتي پوستو وشول.