په نوي ډیلي کې د افغانستان او هند د « مشارکت شورا» غونډه جوړېږي

نوی ډيلي به سبا یکشنبه د افغانستان او هند د "مشارکت شورا" غونډې کوربه وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شکېب مستغني ازادي راډیو ته وویل چې غونډه به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مشري جوړه شي او پر مهمو ستراتيژیکو مسایلو به خبرې پکې وشي.

احمد شکیب مستغني وویل:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني به نن هند ته ولاړشي او هلته به د هند او افغانستان د ستراتيژیک مشارکت په غونډه کې ګډون وکړی."

کابل او نوي ډیلي په ۲۰۱۱میلادي کال کې د ستراتيژیک مشارکت تړون وکړ چې هدف یې د د امنیتي، ستراتيژیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو پراختیا بلل کېږي.

د هند حکومت له افغانستان سره په وروستیو شپاړس کلونو کې تر دوه میلیارد ډالرو زیاته اقتصادي مرسته کړې ده.