امان: د شهید اوونۍ مراسمو لمانځلو لپاره امنیتي پلان جوړ شوی

په افغانستان کې نن شنبه د احمدشاه مسعود د ترور د شپاړسم کال په مناسبت، عمومي رخصتي ده او رسمي مراسم ترسره کېږي.

د کابل د ګارنېزیون سرپرست قوماندان، جنرال افضل امان بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د شهید د اوونۍ د رسمي مراسمو لپاره، ځانګړی امنیتي پلان جوړ شوی دی.

جنرال افضل امان وویل:

"د کابل د ګارنېزیون قوماندانۍ په هغو سیمو کې چې د تهدید امکان و، ښه امنیتي پروګرام جوړ کړی او ان شالله عملي به یې کړي."

احمدشاه مسعود د ۲۰۰۱میلادي کال د سپټمبر میاشتې په نهمه نېټه د تخار ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې، په بمي چادنه کې ووژل شو.

د نیویارک ټایمز په حواله، پر احمد شاه مسعود حمله دوو کسانو وکړه چې د القاعده شبکې غړي وو او ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو.

ویل کېږي چې دواړه حمله کونکي عرب وو.

احمد شاه مسعود له نوولس سوه دونوي تر شپږنوي میلادي کاله د افغانستان د ملي دفاع وزیر پاتې شوی دی.

هغه د مرګ پر وخت، ۴۸کلن و.

هغه د ډګروال دوست محمد خان زوی، د ۱۳۳۲ هجري لمریز کال د سنبلې به یوولسمه نېټه د پنجشېر په جنګلک سیمه کې زېږېدلی و.

د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته، د افغانستان د اساسي قانون د تصویب لويې جرګې احمد شاه مسعود ته د "ملي اتل" لقب ورکړ.