م.م: له برما ۲۷۰زره روهینګیا مسلمانان له خپلو مېنو وتلي

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې د میانمر یا برما له راخین ایالت څخه ۲۷۰ زره روهینګیا مسلمانان له خپلو مېنو وتلي او بنګله دیش ته کډه شوي دي.

د کډوالو دا شمېره چې د UNHCR ویندویې ویویان تان نن تائید کړه له هغې اندازې سره چې دې ادارې مخکې اعلان کړې وه د پام وړ توپیر لري.

UNHCR پرون وویل چې ۱۶۴ زره روهینګیا مسلمانان بنګله دیش ته رسیدلي دي.

مېرمن تان وویل چې دوی ته په سرحد کې د کډوالو د نوېو ډلو له لیدو وروسته دا معلومات ورسېدل او زیاته یې کړه چې دا شمېره بوږنوونکې ده.

مېرمن تان وویل چې په میانمر کې روان کړکېچ باید ژر تر ژره حل شي.

په میانمار کې د تشدد له پېښو وروسته روهینګیا مسلمانان تور لګوي چې امنیتي ځواکونو او بودایي ډلو د دوی کلي او کورونه سوخولي خو حکومت وايي چې امنیتي ځواکونه د هغو وسله والو ډلو په وړاندې مبارزه کوي چې تیره میاشت کې د پولیسو پر پوستو حملې وکړې.