شعیب: ۴ کلن پلان کې د هوايي ځواک اړتیاوې په پام کې نیول شوي

د افغانستان د هوايي ځواک قوماندان وايي چې د هېواد د هوايي ځواک د پیاوړي کولو په څلور کلن پروګرام کې ټولې هغه اړتیاوې په پام کې نیول شوي چې حکومت یې سپارښتنه کړې وه.

د امریکا دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یوه ۴ کلن پروګرام له مخې د ۱،۳۸ میلیارډ ډالر په لګښت هوايي ځواک ته یو نیم سل ایم ډي ۵۳۰ ایف هلیکوپترې چمتو کېږي.


د هوايي ځواک عمومي قوماندان جنرال محمدشعیب آزادي راډیو ته وویل، په دې پلان کې د افغان هوايي ځواک ټولې اړتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

"دا پلان دقیقا سنجول شوی او ټولې هغه برخې چې هوايي ځواک اړتیا ورته لرله، هم له تخنیکي پلوه او هم د زده کړو او تجهیزاتو له نظره ټول په دې څلور کلن پروګرام کې شامل دي."

تمه ده چې دا الوتکې د ۲۰۱۹ کال تر سپټمبر پورې چمتو شي. له دې سره به د افغانستان د هوايي ځواک د ایم ډي ۵۳۰ ایف هلیکوپټرو شمېر یو سل او اتیا ته ورسېږي.