جوزجان کې د طالبانو او داعش په نښتو کې ۷ کسان وژل شوي دي

په جوزجان ولایت کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ په نښتو کې له دواړو لوریو اووه کسان وژل شوي دي.

د جوزجان امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني ازادي راډيو ته وویل چې د داعش او طالبانو د قوماندانانو قاري ضیا او قاري حکمت وسله وال وړمه ورځ د قوش تیپې ولسوالۍ په چارسای شور سیمه کې د عشر او زکات د ویش پرسر سره ونښتل او د دواړو خواوو ۷ تنه مړه او ۶ نور تپیان شول. ښاغلی ترکستاني وايي، جګړه اوس ختمه شوې خو د دواړو ډلو وسله‎وال د نورو نښتو لپاره تیاري نیسي:

"اوس مهال دواړه خواوې د خپل قوت په یوځای کولو او د لیکو په پیاوړي کولو لګیا دي او نوي کسان ګوماري. ښايي چې سبا یا بل سبا یې جګړې بیا پیل شي. "

قوش تېپه او درزاب د جوزجان له ناامنه ولسوالیو څخه دي چې د سیمه‎ییزو چارواکو په وینا د داعش او طالبانو وسله وال په کې فعال دي.