د میدان وردګو ولایت پولیس وايي چې په تېرو څو میاشتو کې یې له سلو زیات طالبان په پوځي عملیاتو کې وژلي دي.
د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شوېو طالبانو کې یو شمېر قوماندانان او جګپوړي غړي شامل دي.
دی وايي:
"په تېرو نېژدې شپږو میاشتو کې ۱۰۸ تنه د حکومت ضد وسلهوال مخالفین په کمینونو او هوايي حملو کې وژل شوي دي. "
ښاغلي امیني زیاته کړه چې وسلهوالو طالبانو ته دا تلفات په نرخ، سیدآباد، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو کې اوښتي دي. امیني یادونه وکړه چې په وروستۍ هوايي حمله کې د چهارشنبې ورځې په مازیګر په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو یو قوماندان له درېیو نورو وسله والو سره ووژل شو او څلور نور سخت ټپیان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.