د افغانستان او هند د ستراتیژیک مشارکت په غونډه کې پر همکارۍ غور کېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان او هند د ستراتیژیک مشارکت د شورا په غونډه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ په اړه بحث او غور وشي.

دا غونډه د افغانستان او هند د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون د نوې ډیلي په کوربه توب د یکشنبې په ورځ جوړېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه نور جزئیات څرګند کړل:

"د افغانستان او هند د ستراتیژیک مشارکت د شورا غونډې د ستراتیژیک مشارکت له هغې موافقې سره سم چې په ۲۰۱۱ کال کې لاسلیک شوه په کال کې یو ځل جوړېږي. هلته د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ په اړه غور او بحث کېږي او په دې برخه کې پرمختګونه او د هغو پروژو په وړاندې چې د دې موافقې له مخې باید عملي شي پرتې ستونزې څېړل کېږي. "

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دې غونډه کې د ګډون لپاره سبا شنبې هند ته روانېږي.

په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او نورو برخو کې د افغانستان او هند د همکاریو د زیاتېدو او پراختیا لپاره د دواړو هېوادو ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت موافقه د ۲۰۱۱ میلادي کال په اکتوبر کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هند د هغه مهال صدراعظم من موهن سنګ لاسلیک کړه.

هند له افغانستان سره له لویو مرستندویو هېوادونو څخه دی او د راپورونو له مخې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارد ډالره مرسته کړې.

په پلازمېنه کابل کې د ملي شورا نوې ودانۍ او په هرات کې سلما بند هغه لویې پروژې دي چې هند له افغانستان سره د مرستو په لړۍ کې رغولې دي.

دې هېواد همدا راز پروسږکال د افغانستان له هوايي ځواک سره د درېیو هیلیکوپټرو مرسته وکړه.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ د اعلان پر مهال له کابل سره د نوي ډيلي د مرستو ستاینه وکړه او ویې ویل چې متحدایالات به له هند سره همکاریو ته دوام ورکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

د هند په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې: د افغانستان د ثبات په اړه د هند د هڅو ستاینه کوو.

په دې ستراتیژۍ کې چې تېره میاشت اعلان شوه، د هند پخوانی سیال پاکستان د افراطي وسله‎والو او تروریستانو ځاله بلل شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وړمه ورځ له خپل پاکستان ساري خواجه آصف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو وزیرانو موافقه وکړه چې د روانې سیپټمبر میاشتې په وروستیو کې به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې سره وګوري او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، خواجه آصف په دې ټیلیفوني خبرو کې وویل، اسلام آباد له کابل سره اړیکو ته په مهم نظر ګوري او چمتو دی چې په امنیتي، سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

څارونکي او افغان چارواکي له افغانستان سره د همکارۍ په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته تل د شک په سترګه ګوري او وايي، اسلام آباد له دې مخکې هېڅکله له کابل سره پر خپلو ژمنو عمل نه‎دی کړی.