باجوه: نه‌شو کولای د افغانستان جګړه په پاکستان کې مخ ته یوسو

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي، د افغانستان د ملاتړ په برخه کې یې هېواد تر اوسه له خپلې وسې زیاته مرسته کړې، خو د دې هېواد لپاره جګړه په خپله خاوره کې نه‎شي کولای.

جنرال قمر جاوید باجوه زیاته کړه:

"موږ له خپله وسه او ظرفیتونو زیات د افغانستان ملاتړ وکړ، خو نه‌شو کولای د افغانستان جګړه په پاکستان کې مخ ته یوسو. موږ د زړه له کومې له افغانستان سره د خبرو او سولې هڅه کړې، خو په هر صورت افغانستان یو خپلواکه هېواد دی چې خپلې پرېکړې په خپله کوي."

جنرال قمر جاوید باجوه دا څرګندونې پرون په راولپنډۍ کې د دفاع د ورځې د لمانځلو په مناسبت مراسمو ته د وینا په ترڅ کې وکړې.

هغه وویل، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې یې هېواد ډېره قرباني ورکړې او نړۍ په تېره بیا د امریکا متحده ایالات باید د دغې قربانۍ قدر وکړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز دغه څرګندونې وروسته تر دې کوي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د افغانستان او سیمې لپاره د خپلې نوې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پاکستان د هغو ترهګرو او سخت دریځو ډلو په ملاتړ تورن کړ چې د ده په وینا په افغانستان کې د امریکا پر ګټو حملې کوي.

ډونالد ټرمپ ویلي چې نور دغه وضعیت نه‌شي زغملی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز دغه‌راز وویل چې له متحده ایالاتو سره د اړیکو په اړه د خلکو احساسات روښانه دي او هغه دا چې دوی له امریکا مرسته نه‌غواړي بلکې د درناوي او اعتماد تمه ترې کوي.