پاکستان وايي له افغانستان سره هر اخیزې همکارۍ ته تیار دی

پاکستاني رسنی وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر نن چهاشنبې خپل افغان ساري ته ټلیفون کړی دی او ویلي يې دي چې اسلام اباد تیار دی چې د دواړو هېوادونو د سوکالۍ د پرمختګ لپاره په ټولو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو ددفتر اعلامیه وايي، خواجه اصف، صلاح الدین رباني ته ویلي چې پاکستان له افغانستان سره خپلو اړیکو ته اهمیت ورکوي او تیار دی چې په ټولو، سیاسي، اقتصادي، سوداګري، ترانزیټ او د امنیت په برخو کې همکاری وکړي.

پاکستاني رسني خبر ورکوي چې دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره منلي چې د نېږدې همکاري لپاره خپلو تماسونو ته دوام ورکوي او روانه میاشت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې په درشل کې سره ویني.