پوتین خپل سوريايي سیال ته د دېرالزور په اړه مبارکي ورکړه

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین خپل سوريايي سیال بشار الاسد ته وروسته له هغې مبارکي وويله چې د دولتي رسنيو په حواله د سوريې پوځيانو له داعش ډلې د ختيځ ښار دېرالزور ته نږدې درې کلنه کلابندي ماته کړه.

د روسيې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف په مسکو کې خبریالانو ته وویل، ولادیمیر پوتین پرون د دغه اعلان هرکلى وکړ او دا يې د سوريې په شخړه کې يوه مهمه ستراتېژيکه بريا وبلله.

په دېرالزور کې له دوو کلونو زياته موده د سوريې حکومتي ځواکونه او لسګونه زره ملکیان د داعش تر محاصرې لاندې وو چې د خوړو او دارو درملو له سخت کمښت سره مخامخ وو.

داعش ډله لا هم د دېرالزور ښار پر نیمه برخه او د سوريې د بل ښار رقه پر ځينو سیمو خپل کنټرول ساتلی دی.

داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د سوريې او عراق پراخې سیمې ونیولې.