د کندز چارواکي: په ځينو سیمو کې عملیات لاسته راوړنې لري

د کندز امنيتي چارواکي وايي، د چهاردرې او خان‌اباد ولسوالیو په ګډون په ځينو سیمو کې روان تهاجمي عملیات لاسته راوړنې لري.

د کندز امنيه قوماندان مل پاسوال حمید الله حمیدي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، په چهاردره کې د عملیاتو په لړ کې د قاري جانان په شمول د وسله‌والو یو شمېر مهم قوماندانان ووژل شول.

دی وايي:

"په یوه مدرسه کې چې ځانوژونکي په‌کې روزل کېدل، د چاودنو او بریدونو روزنه په‌کې ورکول کېده عملیات وشول. ډیپوګانې يې منفجر کړاى شوې او درې کسان چې ویل کېږي د ځانوژونکو بریدونو روزونکي وو، هم ووژل شول."

د کندز امنيه قوماندان وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د چهاردرې او خان ولسوالیو په عملیاتو کې ۶۳ وسله‌وال وژل شوي دي.

د دولت وسله‌والو مخالفینو په دې باب تر اوسه څه نه‌دي ویلي.