جوزجان کې د سره صلیب د کارکوونکو په خلاصون کې د مخورو رول

د جوزجان ولايت امنيه قوماندان وايي، په دې ولایت کې د سره صلیب د دوو تښتول شویو کارکوونکو په خلاصون کې امنیتي ځواکونو او د سیمې مخورو مهم رول لوبولی دی.

د سره صلیب دوه افغان کارکوونکي چې شااوخوا ۷ میاشتې وړاندې په جوزجان ولایت کې وسله‌والو تښتولي وو، پرون غرمه مهال خوشې شول.

د جوزجان امنيه قوماندان رحمت‌الله تُرکستاني ازادي رادیو ته وویل:

"د امنیتي ځواکونو په هڅو او د سیمې د مخورو په منځګړیتوب د دې کسانو د خلاصون لپاره هلې ځلې کېدې. پرون‌يې جوزجان ته راوستل، سره صلیب ته مو وسپارل او مزارشریف ته ولېږدول شول."

نا معلومو وسله‌والو د تېرې فبرورۍ میاشتې پر اتمه په جوزجان ولایت کې د سره صلیب یو شمېر کارکوونکي برمته کړل ۶يې ووژل او دوه‌يې له ځانه سره بېولي وو.