ICRC وايي په جوزجان کې ۲برمته شوي کارکوونکي خوشې شوي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي دوه کارکوونکي یې چې په فبروري میاشت کې تښتول شوي و خوشې شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې نن په یوه بیان کې ویلي چې دا دوه کارکوونکي یې په جوزجان ولایت کې د فبروري په اتمه د ماموریت په وخت تښتول شوي و.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان څانګې مشرې مونیکا زیناریلي نن په دې اړه ویلي چې د سره صلیب په هڅو او د خلکو او چارواکو په همکارۍ د سره صلیب دا دوه کارکوونکي خوشې شوي دي.

که څه هم سره صلیب د تښتونکو هویت نه دی په ډاګه کړی خو د جوزجان چارواکو په لومړیو کې ویلي و چې د ای سي ار سي دا دوه کارکوونکي د داعش ډلې پورې مربوط یوه قوماندان تښتولي و.

چارواکو تائید کړې وه چې د فبروري په میاشت کې د ای سي ار سي د دوو کارکوونکو تر تښتول کېدو مخکې وسله والو مخالفینو د سره صلیب شپږ کارکوونکي وژلي هم و.