فضلي: په ارزګان کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه لایت په مرکز ترینکوټ کې د افغان ګډو ځواکونو د هوايي او ځمکنيو عملیاتو پر مهال ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ځینې سیمې له دغو جنګیالیو نیول شوي دي.

په ارزګان ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلي لوا دعامه اړیکو مسؤل وحیدالله فضلي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات نن سهار د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند «سوله» نومې سیمه کې ترسره شوي دي.

نوموړی وايي چې یادو عملیاتو کې افغان سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

اخوا د کندهار ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې هم شپږ وسله وال طالبان د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته ویلي چې افغان ځواکونو په شاولي کوټ کې نن سهار درې ساعته له وسله والو طالبانو سره جګړه کړې او له لسو زیات طالب جنګیالي یې ژوندي هم نیولي دي.

طالبانو په ارزګان او کندهار کې د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه غبرګون نه دی ښودلی.