پوتین پر شمالي کوریا له بندیزونو سره مخالفت وکړ

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د شمالي کوریا په وړاندې د بندیزونو له لګولو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دا بندیزونه منفي نتیجه ورکوي.

ولسمشر پوتین دا خبرې د چین په ژایمن ولایت کې د بریکس ټولنې د سرمشریزې په ناسته کې کړې دي:

"روسیه د شمالي کوریا د اټمي راکټونو ازموینه غندي، خو په هر صورت کې د بندیزونو لګول بې معنی او بې اغېز دي، لکه څنګه چې ما خپل یوه همکار ته پرون وویل د شمالي کوریا خلک به واښه وخوري خو له اټمي پروګرام به لاس په سر نه شي تر هغو چې دوی ځان خوندي حس نه کړي."

ولسمشر پوتین دا هم وویل چې ممکن پر شمالي کوریا پوځي ګواښ یوه نړیواله فاجعه رامنځته کړي.

د روسیې حکومت مخکې تر دې د شمالي کوریا له خوا د شپږم وار اټمي راکټ ازموینه غندلې ده.

امریکا متحده ایالتونو ویلي د شمالي کوریا په وړاندې به چپ پاتې نه شي په قوي پوځي ځواب به ورکړي.