ننګیال: د سایبري فضا خوندیتوب لپاره جدي اقدامات ترسره شوي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، دوی د سایبري فضا د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات ترسره کړي دي.

د دغه وزارت ویاند نجیب ننګیال نن ازادي راډيو ته وویل:

"ډېر اقدامات مو کړي، سایبري قوانین مو جوړ کړي دي، سایبري قوانین مو جوړ کړي دي، پر مصؤنیت مو کار کړی چې څنګه د افغانستان محرم معلومات خوندي کړو، اوس داسې تشویش نشته چې موږ تر بریدونو لاندې راشو او معلومات مو افشا شي."

دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د سایبري فضا امنیت خوندي نه دی.

ښاغلي وحیدي همدارنګه وویل چې ولسمشر ته په پرانیستې لیک کې یې په وضاحت په مخابراتي سیسټم کې موجوده ستونزې تشریح کړي دي.