مسؤلین: په بامیان کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړېږي

په بامیانو کې نن سې شنبه د ورېښمو لار د نهم فیسټیوال په مناسبت، د ښځو د لاسي صنایعو یو نندارتون پرانېستل کېږي.

د بامیان د مخدره موادو سره د مبارزې رئیس اقا حسین نظري په دې اړه نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د دغه نندارتون هدف په بامیانو کې د ښځینه سوداګرو د لاسي صنایعو وده او ظرفیت لوړول دي.

د بامیان د ښځو د لاسي صنایعو په نندارتون کې په ۳۵ غرفو کې لبني محصولات، کرنیز توکي او لاسي صنایع نندارې ته ایښودل کېږي.

دغه نندارتون د بامیان د مخدره موادو سره د مبارزې ریاست له خوا جوړېږي.