دفاع وزارت: په تېرو۲۴ساعتونو کې۴۱وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان دي.

دغه وزارت نن په یوه بیان کې ویلي چې یاد عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، ارزګان، بادغیس، بلخ، فاریاب، کندز ، جوزجان او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي.

یاد وزارت همدارنګه وايي، په دغو عملیاتو کې یوه اندازه ماینونه هم شنډ شوي دي.

وسله والو مخالفینو تراوسه پورې د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.