د کندز چارواکي: د چهاردرې ولسوالۍ یو شمېر کلي له طالبانو پاک شوي

د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې له یوې اوونۍ راهیسې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي او د روانو عملیاتو په وروستیو درې ورځو کې ۲۶ تنه وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې اوس‌مهال په کندز کې افغان ګډ ځواکونه له دفاعي حالت څخه وتلي او په تعرضي حال کې دي.

د کندز د امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي

ښاغلي حمیدي وویل:

"د روانو عملیاتو په پایله کې ۲۶ تنه وسله‌وال مخالفين وژل شوي او ۱۹ تنه نور یې ټپیان شوي او په وژل شویو کسانو کې د طالبانو څلور تنه مهم قوماندانان هم شامل دي او په دې عملیاتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې."

ښاغلي حمیدي زیاته کړه چې د روانو عملیاتو په پایله کې افغان ګډ ځواکونه وتوانېدل چې په چهاردرې ولسوالۍ کې د دورمن، قتل عام، امیر محمد، خروټیانو، وردګو، شینوارو، عیسی‌خېلو او همدارنګه د تپۀ غلام علي کلي د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي.

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي، بیا د کندز پر سیمه‌ییزو چارواکو غږ کوي چې د تصفیه شویو سیمو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي ولي زیاته کړه:

"دغه عملیات ثبات نه‌لري، ځکه دوی په ډېر زحمت سره سیمې له دښمن څخه تصفیه کوي، خو هلته پوستې نه‌جوړوي او د عملیاتو پای ته رسېدو سره سم، بېرته طالبان سیمې ته راځي او دغه‌شان عملیات ډېر زیان ملکي خلکو ته رسوي."

بل‌خوا د دغه ولایت یوه تن قومي مشر میرزا محمد لغماني وویل، څو چې په تصفیه شویو سیمو کې امنیتي پوستې جوړې نه‌شي، نو دغه ډول عملیات هېڅ نتیجه نه‌ورکوي.

ښاغلی لغمانی وایي:

"دولت باید په نیول شویو سیمو کې پوستې جوړې کړي، څو تصفیه شوې سیمې بېرته د طالبانو لاسته ورنه‌شي او ملکي خلک متضرر نه‌شي او که په تصفیه شویو سیمو کې پوستې جوړې نه‌شي، نو دغه ډول عملیات د ملکي خلکو لپاره یو سر درد دی."

د کندز امنیتي چارواکي بیا وايي چې په تصفیه شویو سیمو کې امنیتي پوستې جوړوي.

خو وسله‌والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د معلوماتو له مخې، د کندز چهاردره ولسوالۍ د وسله‌والو مخالفينو له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېږي، خو د کندز اوسېدونکي بیا وايي، که چېرې نوموړې ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله‌والو مخالفينو له شتون څخه تصفیه شي، نو د دغه ولایت په امنیتي وضعیت کې به مثبت بدلون رامنځته شي.

راپور: اجمل ارین